میدان وردګ ولایت کې د اوبو دوه کوچني بندونه د نږدې لس¬نیم میلیونه افغانیو په ارزښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۹:۳
1

د میدان وردګ ولایت په لومړۍ حصه بهسود او مرکز بهسود ولسوالیو کې د اوبو دوه کوچني بندونه د 10.4 میلیونه افغانیو په ارزښت د کابل سیندیزې حوزې د عمومي رئيس محترم انجنیر محمد عارف مومند، د میدان وردګ ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مفتي محمد ضابط حارث، د میدان ښار سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالصمد حلیم او یو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

دغه بندونه چې د ۹۰ زره متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري، چارې یې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه د میدان ښار سیندیزې حوزې ترڅارنې لاندې پرمخ وړل کېدې.

د یادونې وړده، چې د اوبو او انرژي وزارت له پلان سره سم د میدان ودرګ ولایت په ټولو ولسوالیو کې د اوبو د یوه کوچني بند پروژې پلي کول بشپړ شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند  ودانیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د یاد بند د چارو په بشپړېدو سره به شاوخوا یو میلیون متر مکعب اوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۳
Background image

د غزني ولایت د سردې بند له خوشې شویو اوبو څخه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند له خوشې شویو اوبو څخه د اوومې ورځې لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی او زیاتره. . .

بیرته تګ

User account menu