میدان وردګ ولایت کې د 4.5 میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه چکډم د جوړېدو چارې پیل شوې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۱:۴۵
1

د میدان وردګ ولایت د دایمیرداد ولسوالي په دورانیو کلي کې د یوه چکډم د جوړېدو چارې د 4.5 میلیونه افغانیو په ارزښت د میدان وردګ د سیندیزې حوزې رئيس او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو او ځایي خلکو په شتون کې پیل شوې.

د نوموړي چکډم د چارو په پرانیست غونډه کې د میدان وردګ سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالصمد حلیم وویل چې دغه چکډم د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د 50 متره اوږدوالي او 7.5 متره لوړوالي سره جوړیږې او چارې به یې د دریو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

په ورته مهال، ښاغلي حلیم د نوموړې سیمې اوسیدونکو ته د هر ډول همکاري ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې د اسلامي امارت مشران ژمن دې، ترڅو په پراختیایي، اقتصادي او ځانګړې ډول د اوبو مدیریت په برخه کې د پام وړ خدمتونه ترسره کړي.

د یادونې وړ ده، چې په تېر یو کال کې په میدان وردګ ولایت کې د اوبو مدیریت په برخه کې ۸ چکډمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې او په دې برخه کې لا هم هڅې روانې چې د دغه ولایت اوبه په بشپړ ډول مهار شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند  ودانیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د یاد بند د چارو په بشپړېدو سره به شاوخوا یو میلیون متر مکعب اوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۳
Background image

د غزني ولایت د سردې بند له خوشې شویو اوبو څخه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند له خوشې شویو اوبو څخه د اوومې ورځې لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی او زیاتره. . .

بیرته تګ

User account menu