ننګرهار ولایت کې د څښاک اوبو د څاګانو د کیندلو له بهیر څخه څارنه وشوه
د ننګرهار او کابل سیندیزې عمومي حوزې مسؤلینو په ننګرهار ولایت کې د څښاک اوبو د کیندلو له بهیر څخه څارنه وکړه او د څاګانو مالکینو ته اړینې لارښوونې وکړې.
د دغې څارنې موخه د څاګانو مالکینو ته د ورکړل شوو مشخصاتو سره سم د څښاک اوبو د څاګانو کیندل دی.