هرات ولایت کې د جذبي څاګانو د کېندلو په موخه ناسته ترسره شوه

MEW-Media
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۰:۱

دغه ناسته د هرات ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي سردار عزیزي تر مشري لاندې د هرات ښاروالۍ د وکیلانو د اصنافو او د دغه ریاست د یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، ښاغلي عزیزي د جذبي څاګانو د کېندلو د ارزښت په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې اقلیمي بدلونونه، پرله پسې وچکالۍ، د وګړو وده او خپل سرې کېندنې د ځمکې لاندې اوبو د کښته تللو لامل شوی او که دغه وضعیت دوام ومومي شوني ده، چې په راتلونکي کې د اوبو له کموالي سره مخ شو، له همدې کبله د دغې ستونزې مخنیوی زمونږ او ستاسو ټوله دنده ده او باید د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا لپاره جذبي څاګانې وکېنو.

همدارنګه، په دغه ناسته کې د ښاروالۍ د وکیلانو اصنافو ژمنه وکړه، چې د جذبي څاګانو د کېندلو لپاره هېڅ کوښښ به و نه سپموي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۳۸
Background image

له غزني ولایت څخه د پکتیکا مرکز ته د برېښنا د انتقالي مزي او د توزیعي شبکې سروې په چټکۍ روانه ده

۱۴۴۸/۵/۲هـ.ق مطابق۱۴۰۵/۷/۲۲ هـ.ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی و رعاه د حکم پر بنسټ، د انرژي د انجنیري چوپړتیاوو مشورتي ریاست د مسؤلینو له لوري له غزني ولایت څخه د پکتیکا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۳۸
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردې سهاک چکډیم جوړولو چارې شاوخوا ۱۲ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۲ هـ.ق مطابق ۲۲/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د میدان ښار سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په نرخ ولسوالي کې د سردې سهاک چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد چکډیم چې د موسمي اوبو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۲۳
Background image

د اوبو او انرژي محترم وزیر صاحب په ریاض کې د افغانستان اسلامي امارت له لوی سفارت څخه لیدنه وکړه

۱۴۴۸/۵/۱ هـ.ق، مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۱ هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس"آخندزاده" صاحب او مل پلاوي سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په ریاض. . .

بیرته تګ

User account menu