په بدخشان ولایت کې د ۱۲ ویجاړشویو کانالونو د حفظ او مراقبت پروژې چارې د ۱۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې
۱۴۴۸/۶/۱۲ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۹/۲ هـ.ل
په بدخشان ولایت کې د رباط، کمانګران، دشت فرغامنج، ترنګ، محله، خشدریو، مظفري، دره ناوې، شاخدان، تیکه شاخدان، دشت هود او سیفون راغ کانالونو د حفظ او مراقبت پروژې چارې د ۱۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي ریاست د مسؤلینو په شتون کې پيل شوې.
د یادې پروژې د چارو په بشپړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ځمکې په منظم ډول خړوبې او د اوبو د ضایعاتو کچه راکمه شي.
د یادونې وړ ده، د دغې پروژې چارې به په څلورو میاشتو کې بشپړې شي.
