په جوزجان ولایت کې د ګازو له سرچینو څخه د برېښنا د تولید په پروژه کې د پانګونې په هکله د ټاکل شوې کمېټې او د ګلبهار انویسټ شرکت د مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۶:۳۰
1

دغه ناسته د پایدارې انرژي د عمومي رئيس محترم مولوي عزیزالله سهار تر سرپرستي لاندې د ګلبهار انویسټ شرکت د رئيس محترم ګلبهار حبیبي، د امارتي شرکتونو، د کانونو او پټرولیم وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت د استازو او د انرژي معینیت د یو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

د ناستې په بهیر کې، د چارو د پرمخ وړلو په برخه کې د همغږیو د رامنځته کولو او په جوزجان ولایت کې د ګازو له سرچینو څخه د ۱۰۰ تر ۷۰۰ میګاواټه په وړتیا د برېښنا د تولید په پروژه کې د ګلبهار انویسټ شرکت د پانګونې لپاره د اړینو آسانتیاوو د چمتوکولو په موخه بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د موضوعاتو تر هر اړخیزې ارزونې او د چارو د ترسره کولو او د پانګونې د بهیر د چټکتیا په برخه کې د کمېټې د غړو د اندونو تر وړاندې کولو وروسته، اړین تصمیمونه ونیول شول؛ ترڅو ډېر ژر د پانګونې او د نوموړې پروژې د پلي کولو په موخه عملي اقدامات پيل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند  ودانیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د یاد بند د چارو په بشپړېدو سره به شاوخوا یو میلیون متر مکعب اوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۳
Background image

د غزني ولایت د سردې بند له خوشې شویو اوبو څخه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند له خوشې شویو اوبو څخه د اوومې ورځې لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی او زیاتره. . .

بیرته تګ

User account menu