په فراه ولایت کې د یوه کاریز د پاکولو او د یوه استنادي دیوال د جوړلو پروژه پرانیستل شوه
د هریرود-مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئیس ښاغلي سید ملا عبدالسلام مستوفي آغا او د فراه رود فرعي حوزې رئیس ښاغلي ملا برهان الدین مینووال د یادو ریاستونو د تخنیکي ټیم په ملتیا د فراه ولایت د مرکز اړوند په غلامان کلي کې د یوه استنادي دیوال د جوړولو او د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالي د چکاب په کلي کې د یوه کاریز د پاکولو چارې پرانیستلې.
يادې پروژې د یوې مرستندویه ټولنې په مالي ملاتړ پلي کېږي.
