په لغمان ولایت کې د پاچا جوی کانال د پاک‌کاري چارې پيل شوې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۹:۵۰
1

۱۴۴۸/۳/۱۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۱۰ هـ ل

په لغمان ولایت کې د پاچا جوی کانال د پاک‌کاري چارې په یاد کانال کې د اوبو د غوره بهیر او ښه مدیریت او د کروندګرو ترمنځ د اوبو د عادلانه وېش په موخه پيل شوې.

یاد کانال ۲۳ کیلو متره اوږدوالی لري او شاوخوا ۹۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبوي.

همدارنګه، د یاد ریاست مسؤلینو د قرغیو ولسوالي اړوند د فرمان‌خېلو او خروټو چکډیمونو پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې د شاوخوا ۵۴ زره امریکايي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې ۵۰۰۰ متره مکعب اوبه زېرمه، باراني او سېلابي اوبه به مهار او شاوخوا ۵۰۰ تنه ورڅخه ګټه پورته کړي.
 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۳۷
Background image

په خوست ولایت کې د شیخ زاید ۵ نمبر چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۳هـ. ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۴هـ .ل

د خوست شمل_خرم سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په هغه ولایت کې د شیخ زاید ۵ نمبر چکډیم پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۴۵
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د یوه کوچني بند جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۳هـ. ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۴هـ .ل

د میدان ښار سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د نرخ ولسوالي اړوند د سردې سهاک کلي د کوچني بند جوړولو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند د اوبو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۰
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د هلمند او کندهار ولایتونو له بېلابېلو پروژو څخه لیدنه وکړه

۱۴۴۸/۴/۲۲هـ ق، مطابق ۱۴۰۵/۷/۱۳هـ ل

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، د اوبو معین محترم مجیب‌الرحمن آخندزاده، د هلمند سیندیزې حوزې عمومي رئیس قاري عبدالهادي،. . .

بیرته تګ

User account menu