په هریرود- مرغاب عمومي سیندیزه حوزه کې له سلما بند څخه د خوشي شوو اوبو د عادلانه وېش په هکله ناسته ترسره شوه
دغه ناسته د هریرود- مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي سید عبدالسلام مستوفي آغا، د لاندني هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي سردار عزیزي او د اوبه، پښتون زرغون، ګذرې او انجیل ولسوالیو د استازو په شتون کې ترسره شوه او د سلما بند د اوبو د عادلانه وېش او مدیریت په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.
همدارنګه نوموړو مسؤلینو د ادوان، تیزان او د ګذرې د عمومي ویالې د کانالونو له سربندونو څخه څارنه وکړه.