په کابل ښار کې د برېښنا رسولو شرکتونو د چوپړتیاوو د ارزونې لړۍ پیل شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۳ - ۹:۹
1

د برېښنا انرژي د مارکیټ د تنظیم په موخه د برېښنا رسولو په سکتور کې د هغو شرکتونو چې په دغه برخه کې فعالیت لري او د اوبو او انرژي وزارت څخه جواز نه لري، د پيژندلو په موخه د برېښنا انرژي د خدمتونو د تنظیم لوی ریاست له خوا تخنیکي ټيمونو د برېښنا انرژي د مارکیټ د تخنیکي رئیس محترم انجنیر همت الله امین زی يې مشري کوي د کابل ښار له شپږمې ناحیې څخه د برېښنا رسولو د شرکتونو د چوپړتیاوو د ارزونې لړۍپیل کړه.

په همدې موخه نوموړي تخنیکي ټیم  د برېښنا انرژي د خدمتونو د تنظیم لوی ریاست او د کابل ښاروالي د هوکړې پر اساس د کابل ښاروالي د شپږمې ناحیې له مشرتابه سره د هغوي په کاري دفتر کې وکتل.

په دغه لیدنه کې، دواړو لورو په یاده ناحیه کې د برېښنا رسوونکو شرکتونو د پیژندلو او د چوپړتیاوو د ارزونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه او د یادې پروسې په رغنده پلي کولو او د شرکتونو د پیژندلو په تګلارې یې خبرې وکړې او د اړینې همغږۍ په رامنځته کولو کې یو بل ته د همکاري ډاډ ورکړ.

وروسته ګډو تخنیکي ټیمونو د یادې ناحیې اړوند  خپلې کاري چارې عملا پیل کړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند  ودانیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د یاد بند د چارو په بشپړېدو سره به شاوخوا یو میلیون متر مکعب اوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۳
Background image

د غزني ولایت د سردې بند له خوشې شویو اوبو څخه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند له خوشې شویو اوبو څخه د اوومې ورځې لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی او زیاتره. . .

بیرته تګ

User account menu