پکتیکا ولایت کې د ګیناوې چکډم چارې د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۱:۳۴
1

د پکتیکا ولایت په اومنې ولسوالي کې د ګیناوې چکډم چارې د دوه میلیونه، دوه سوه اووه نوې زره، څلور سوه او درې شپېته اعشاریه اته نوې(2297463.98) افغانیو په ارزښت د ګوملې سیندیزې فرعي حوزې د مسؤلینو په شتون کې پيل شوې.

دغه چکډم د 30 متره اوږدوالي، د بنسټ په برخه کې د 4.10 متره پلنوالي او په پورتنۍ برخه کې د 0.9 متره په پلنوالي سره جوړیږي، چې د چارو په بشپړېدو سره یې به د 37343 متره مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا ولري.

نوموړی چکډم د اوبو او انرژي وزارت له لوري د اکرام عثمان ودانیز او لوژستیکي شرکت سره قرارداد شوی او په ټاکلي وخت کې به یې چارې بشپړې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند  ودانیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د یاد بند د چارو په بشپړېدو سره به شاوخوا یو میلیون متر مکعب اوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۳
Background image

د غزني ولایت د سردې بند له خوشې شویو اوبو څخه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند له خوشې شویو اوبو څخه د اوومې ورځې لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی او زیاتره. . .

بیرته تګ

User account menu