کندز ولایت کې د یوه ترناب جوړولو پروژه د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت پيل شوه
د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالي په فیض آباد کلي کې د یوه ترناب جوړولو پروژه د کابو یو میلیون او سل زره افغانیو په لګښت د پنج آمو سیندیزې حوزې د عمومي رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت او ګڼ شمېر ځایي خلکو په شتون کې پيل شوه.
په دغه پروژه کې ګڼ شمېر خلکو ته د کار زمینه چمتو شوې او د چارو په بشپړېدو سره به یې ۵۰۰۰ جریبه ځمکه خړوبه شي.
د نوموړې پروژې چارې د آغاخان دفتر په مالي لګښت د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.