کندهار ولایت کې د دوو کړیو څېړنیزو څاګانو د کېندلو چارې پيل شوې
د کندهار ولایت په ارغنداب او سپین بولدک ولسوالیو کې د دوو څېړنیزو څاګانو د کېندلو چارې د کندهار ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پیل شوې.
همدارنګه، د نوموړي ریاست مسؤلینو د کندهار ولایت په ډنډ ، ژیړۍ او میوند ولسوالیو کې د څېړنیزو څاګانو د کېندلو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لار ښوونې وکړې.