د اوبو او انرژي محترم وزیر صاحب په سعودي عربستان کې د انرژۍ ۱۷م فورم له نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۱۶
1

۱۴۴۸/۴/۲۹ هـ.ق، مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۰ هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس «آخندزاده» صاحب له مل پلاوي سره د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض ښار کې د انرژي د ۱۷م نړیوال فورم په څنډه کې د انرژي له نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه.

محترم وزیر صاحب د یاد نندارتون د لیدنې پر مهال د انرژي د تولید، لېږد، وېش او نوې کېدونکې انرژي په برخو کې له عصري ټکنالوژۍ، پرمختللو تجهیزاتو او نړیوالو تخنیکي نوښتونو له نږدې ولیدل.

محترم وزیر صاحب د دغې لیدنې پر مهال د افغانستان د انرژي سکتور د مسلکي کادرونو لپاره د نړیوالو تجربو ترلاسه کول، له عصري ټکنالوژۍ سره بلدتیا او د انرژي سکتور د پراختیا لپاره د نویو فرصتونو پېژندل مهم وبلل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۳:۳۴
Background image

په سمنګان ولایت کې د کهنه ایبک او کاریز کانالونو د پاک‌کاري چارې د اوبو سرچینو د اغېزمن مدیریت په موخه پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۲۴ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۱۴ هـ.ل

په سمنګان ولایت کې د کهنه ایبک او کاریز کانالونو د پاک‌کاري چارې د اوبو د غوره بهیدو، منظم لېږد او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د اغېزمنې زمینې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۵۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۷هـ.ل

د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې تر اوسه پورې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې چارې د اوبو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۲۰
Background image

د لوګر ولايت د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

۱۴۴۸/۵/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۵ هـ.ل

د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د رياست الوزرا عالي مقام د. . .

بیرته تګ

User account menu