د انرژي د سپما او اغېزمنتیا په اړه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت کې د اوبو او انرژي وزارت له لوري د عامه پوهاوي برنامه وړاندې شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۵:۳۷
1

پهٔ دغهٔ برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو، چارو په هکله د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي وزارت د پایدارې انرژي د عمومي ریاست تر چتر لاندې د انرژي د تحفظ او مثمریت ریاست کارمندانو هر یو انجنیر احمد ضیا فیروز د انرژي ساتنې آمر او انجنیر احمد فردین هاشمي د انرژي د اغېزمنتیا متخصص، د پرزینټېشن په وړاندې کولو سره په مفصله توګه د انرژي مدیریت، د انرژي د سرچینو ساتنې، چاپیریال ساتنې، د انرژي د سپما ارزښت او د سپما تګ لارې اړوند معلومات ګډونوالو ته ورکړل او د یادې برنامې د وړاندې کولو موخه یې له انرژي څخه په سمه توګه ګټه اخیستنه او عامه پوهاوی وباله.

د یادونې وړ ده، چې د انرژي سپما د عامه پوهاوي برنامې د اقتصادي کمیسیون 20/9/1445 نېټې 13 ګڼې مصوبې دویم بند د تحقق په موخه د پلان مطابق د اوبو او انرژي وزارت لخوا مخکې له دې په څو وزارتونو کې ترسره شوې او په راتلونکي کې به هم دوام مومي.

تازه ترین اخبار

BACK TO NEWS

User account menu