د اوبو او انرژي په وزارت کې د لوی اختر د مبارکي غونډه جوړه شوه.

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۲۱ - ۱۱:۲۱
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور د یوې غونډې پهْ ترڅ کې د دې وزارت رئیسانو او کارمندانو ته د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت مبارکي وړاندې کړه.

د لوی خدای (ج) له دربار څخه يې د ټولو مسلمانانو د عباداتو د قبولیت غوښتنه او دعا وکړه. د اوبو او انرژي سرپرست وزیر صاحب دغه اختر د مسلمانانو ترمنځ د یووالي او محبت اختر وبالهْ، زیاته يْې کړه چې: د لوی خدای (ج) شکر کوو چې سږ کال مو هیوادوالو د بشپړ امنیت او سولې په فضاْ کې د اخترد ورځو خوشحالي ونمانځله.

دغه راز محترم وزیر صاحب د هیواد د مسئولینو او د دفاعي او امنیتي ځواکونو د هغو ستړیا وو او خدمتونو څخه مننه او پهْ درناوي سره یادونه وکړه چې شپه او ورځ يې د هیواد او هیوادوالو لپاره ترسره کوي، او هغوته يې د لا زیات توفیق غوښتنه وکړه ، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د یادې ناستې به بهیر کې په هیواد کې د اوبو د مدیریت او انرژي د انکشاف په اړه هم خبرې وکړې، د وزارت د مسئولینو او کارمندانو هلوځلو ته په درناوي  يې په ټینګار سره وویل چې د پرله پسې وچ کالي ، موسمي بدلون او د انرژي انکشاف ته د هیواد د زیاتې اړتیا له کبله اړینه ده چې د په دغو سکتورونو کې کارکونکي خپلې هڅې تر پخوا زیاتې کړي.

دا ناسته د ګران هیواد د آبادي او سوکالي په دعاْ سره پای ته ورسیده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۳۶
Background image

پروژه واترشید در ولسوالی نازیان ولایت ننگرهار ۹۸ درصد به پیش رفته است

۱۴۴۸/۲/۱۵ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۸ هـ ش

تیم تخنیکی حوزه فرعی دریایی ننگرهار از جریان کار پروژه واترشید در ولسوالی نازیان ولایت ننگرهار نظارت و ارزیابی نمودند.

این پروژه شامل ساخت ۱۳ چک‌دیم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۱۲
Background image

وزیر صاحب آب و انرژی وضعیت پیشرفت پروژه سب استیشن۵۰۰ کیلوولت ارغندی را از نزدیک بررسی نمود

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ.ش | ۱۴۰۵/۵/۵ هـ.ق

محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب وزیر آب و انرژی از وضعیت پیشرفت کارهای پروژه سب‌استیشن ۵۰۰ کیلوولت ارغندی از نزدیک بازدید و نظارت کرد.

محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۰:۱۳
Background image

کار پروژه حفظ و مراقبت بند سلطان در ولایت غزنی در حدود ۳۸ درصد به پیش رفته است

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۵ هـ ش

محترم مولوی عبدالغفار آخندزاده، رئیس حوزه فرعی دریایی آب‌های ایستاده ولایت غزنی، همراه با تیم تخنیکی از جریان کار پروژه حفظ و مراقبت بند سلطان بازدید. . .

BACK TO NEWS

User account menu