د لاندیني هریرود سیندیزې فرعي حوزې نوی رئیس همکارانو ته ور وپیژندل شو
محترم مولوی محمد سردار عزیزي د لاندیني هریرود سیندیزې فرعي حوزې نوی رئیس په توګه په یوه ناسته کې چې محترم مولوی سید عبدالسلام مستوفي آغا، د هریرود مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئیس هم شتون درلود همکارانو ته ور وپیژندل شو.
په دې ناسته کې ښاغلي مستوفي آغا د نوي رئیس ته په کارونو کې دلوی خدایﷻ له دربار څخه د بریالیتوب غوښتنه وکړه او له ټولو کارمندانو یې وغوښتل چې د مسئولیت لۀ احساس او په اخلاص سره خپلې دندې ترسره کړي.