د هیواد د طبیعي سرچینو څخه د برښنا تولید په برخه کې نوې زیری

MEW-Media
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۳۰ - ۱۲:۲۲
خبرونه

په شبرغان ښار کې د لومړي ځل لپاره د طبیعي ګاز څخه د ۴۲ میګاواټه برښنا د تولید په ظرفیت، نن ورځ پنجشنبه د لړم ۳۰ مه نیټه د مالیې وزارت سرپرست او په بنسټیزو چارو کې د ولسمشرۍ عالی مقام ستر سلاکار ښاغلی پروفیسور محمد همایون قیومی، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست ښاغلی انجنیر محمد گل خُلمی او د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ښاغلی عنایت الله مومند لخوا په رسمي ډول پرانيستل او د ګتی اخسیتلو لپاره وسپارل شو.
د شبرغان طبیعي ګاز څخه د برښنا تولیدي دستګاه د ۴۲ میګاواټه برښنا د تولید ظرفیت لري او د ۳۸.۷۸ میلیونو ډالرو په ارزښت د بیات پاور شرکت لخوا تمویل شوی چی د عامه خصوصي مشارکت له لارې د اوبو او انرژۍ وزارت لخوا پلان شوې وه او ټاکل شوی ده چی د دې پروژې تولید شوی برښنا د یو قرارداد په ترڅ کې د افغانستان برښنا شرکت عمومی ریاست ته به وپلورل شي.
د دې پروژې د بشپړولو سره شاوخوا ۴۲۰۰۰ کورنۍ د برښنا له رڼا څخه ګټه پورته کوي. او له ۳۸۰ څخه زیاتو تنو ته پدې دستګاه کې کار کوي.
د یادونې وړ ده چې د کانونو او پټرولیم وزارت او د افغانستان ګاز شرکت د برښنا تولید لپاره د ګازو چمتو کولو په برخه کې د اوبو او انرژۍ وزارت سره همکاري کړې ده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۳:۵۴
Background image

کار پاک‌کاری کانال‌ها در ولسوالی‌های دوشی و بغلان مرکزی ولایت بغلان آغاز شد

۸/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۴/۳/۱۴۰۵ هـ ش

کار پاک‌کاری کانال‌ها در ولسوالی‌های دوشی و بغلان مرکزی ولایت بغلان، با حضور مولوی محمد نبی غزنوی معاون والی بغلان، ملا محمد عمر انس رئیس حوزه فرعی. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۵:۵۳
Background image

کار ساخت دیوار تحکیماتی در ولایت لوگر با هزینه بیش از ۲.۵ میلیون افغانی آغاز شد

۷/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۳/۳/۱۴۰۵ هـ ش

کار ساخت دیوار استنادی به‌منظور تحکیم کناره‌های کانال کمال‌خیل در ولایت لوگر، با حضور محترم قاری حجت‌الله زبیر رئیس حوزه فرعی دریایی لوگر، محترم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۹
Background image

کار ساختمانی سربند کانال پاچا‌ جوی ولایت لغمان ۸۵ درصد تکمیل شده است

۴/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۳۱/۲/۱۴۰۵ هـ ش

هیئت تخنیکی مشترک ریاست حوزه دریایی ولایت لغمان، مقام ولایت و ریاست اقتصاد، از روند کارهای ساختمانی سربند کانال پاچا جوی مربوط مرکز مهترلام نظارت به. . .

BACK TO NEWS

User account menu