لغمان ولایت کې د اوبو ذخیرو او پایپ سکیم ۱۹پروژو رغنیزې چارې د څه باندې ۴۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې
د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالي د وکیل خان بڼ وړې ګلي سیمې او ګل غونډۍ سیمې کې د اوبو ذخیرو او پایپ سکیم ۱۹ پروژو رغنیزې چارې د ۴۹ میلیونه، ۲۸۸ زره او ۱۳۹ افغانیو په لګښت د لغمان د اوبو او انرژی رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي او قومي مخورو په شتون کې پيل شوې.
د دغو پروژو په پرانیست غونډه کې ښاغلي راشدي د پروژو د تخنیکي مشخصاتو، ټولنیز او اقتصادي ارزښت په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
په دغو پروژو کې ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې او چارې به یې د درې میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د نوموړو پروژو چارې د ډبلیو. اف. پي سازمان په مالي لګښت د لغمان د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.