په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید په پروژو کې د پانګونې په هکله یوه آلماني شرکت خپله لېوالتیا څرګنده کړه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۱۱:۴۷
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د فیلاند انرژي شرکت رئیس ښاغلي پییر فیلاند سره په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید په پروژو کې د پانګونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې د یاد شرکت رئیس څرګنده کړه چې په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید په پروژو کې پانګونې ته چمتو دی.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست د نوموړي شرکت له لېوالتیا څخه هرکلی وکړ او د شرکت مسؤولینو ته یې په دې اړه د وزارت له لوري د همکاري ډاډ ورکړ.

 همدارنګه په دغه لیدنه کې پرېکړه وشوه چې د دواړو لورو تخنیکي ټیمونه دې د پروژې په هکله د همغږي او مشخص کولو لپاره په ګډه کار وکړي تر څو د عملي کړنو د پیل لپاره زمینه برابره شي.

User account menu