په خوست ولایت کې د خټکې کلي استنادي دېوال د رغونې چارې د پنځه نیم میلیون افغانیو په ارزښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۰ - ۱۰:۴۱
1

د خوست ولایت د صبریو ولسوالي اړوند د خټکې کلي استنادي دېوال د رغونې چارې د پنځه نیم میلیون افغانیو (5500000) په ارزښت بشپړې او د خوست ولایت د شمل- خرم سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت او ورسره مل تخنیکي ټیم، د اکرو موسسې مسؤلینو او یو شمېر قومي مشرانو او علماوو کرامو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

نوموړی استنادي دېوال 280 متره اوږدوالی لري، چې د جوړېدو چارې یې د اکرو موسسې له لوري، د یو این ایچ سي آر موسسې په مالي لګښت د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پر مخ وړل کېدې، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې ګڼ شمیر د استوګنې کورونه، علمي مرکزونه او کرنیزې ځمکې د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۴:۲۳
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۳:۱۶
Background image

جلسه کمیته انرژی ولایتی ولایت پکتیا تدویر یافت

این جلسه با حضور محترم مولوی محمد کریم...

BACK TO NEWS

User account menu