ولسمشر محمد اشرف غني د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې کړنې وارزولې!

MEW-Media
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۶ - ۹:۷
33

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل، د هېواد جمهور رئیس محمد اشرف غني سره وکتل او د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې په کړنو او فعالیتونو یې هر اړخیز بحث وکړ.

په دغه لیدنه کې د هېواد جمهور رئيس محمد اشرف غني د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې کړنې او فعالیتونه و ارزول، جمهور رئيس په خپلو خبرو کې د هېواد په لویو او وړو پروژو کې د مثبتو تغیراتو راوستو ته په کتو ښاغلي تکل ته وویل "د هېواد د لومړۍ درجې مسؤل په توګه د پراختیاي پروژو په ځانګړي ډول د لویو بندونو د رغولو او سالم مدیریت په برخه کې ستاسو د کړنو قدرداني کوم، زه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې کړنې څارم، تاسو د اوبو مدیریت په برخه کې چې کوم نوي پروګرامونه په لاره اچولي د ستاینې وړ دي، زه ډاډ درکوم، چې اړونده ادارې به په ټولو برخو کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې سره همکارې وي، تاسو مخکې ورځئ حکومت او ملت در سره دي، د هېواد اوبه مدیریت او مهار کړئ."

همدارنګه ولسمشر محمد اشرف غني زیاته کړه چې "د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې ته به ځانګړې پاملرنه کيږي؛ او ولس ته ډاډ ورکوم چې د هېواد اوبه به مدیریت کیږي او افغان دولت د اوبو مهار ته ژمن دی."

ورپسې ښاغلي تکل د هېواد ولسمشر ته د خپلو کړنو، فعالیتونو او وروستیو پرمختګونو په اړه راپور وړاندې کړ او زیاته یې کړه، د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره د هېواد پر کچه متوازنې پراختیا ته ژمنه ده، اوسمهال د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره د هېواد په سطحه په مختلفو ولایتونو سلګونه، د چکډم، کانالونو، کاریزونو، ګبیوني او استنادي دېوالونو، بندونو، لوي ۔ متوسط او کوچنۍ پروژې تر لاس لاندې لري؛ چې په روان کې به د یو شمېر لوې بندونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي چې پر مټ به یې د هېواد خړې دښتې زرغونه شي؛ په میلیونه هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي؛ په ملیاردونو متر مکعب اوبه به مهار شي؛ د پام وړ بريښنا به تولید کړي او همدارنګه په سلګونه کسانو ته به د کار زمینه برابره کړي.

ښاغلي تکل په خپلو خبرو کې له جلالتماب ولسمشر محمد اشرف غني څخه مننه وکړه چې د پراختیاي پروژو پلي کولو او د هېواد اوبو مهارولو ته ټينګه اراده لري؛ وخت نا وخت د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې رهبري سره له نږدې ناستې کوي او د دغه ادارې کړنې تعقیبوي.

هغه زیاته کړه مننه کوم چې پر ما مو د دومره ستر مسؤلیت باور کړی؛ د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د ټولو کار کوونکو په استازیتوب ډاډ درکوم چې تر خپل توان به هڅه کوو تر څو د هېواد اوبه مدیریت او هېوادوالو ته مو د ګاونډيو هېوادونو پر ځای په داخل د هېواد کې د کار زمینه برابره کړو، هغه باور چې تاسو پر موږ کړی موږ ژمن یو چې دغه راکړی مسؤلیت به په ښه توګه ادا کوو؛ په نږدې راتلوونکي به ولس ته د یو شمېر لویو پروژو د افتتاح خبر ورکړو.

په اخر کې د هېواد جمهور رئيس ښاغلي تکل ته ډاډ ورکړ چې دی د لومړۍ درجې مسؤل په توګه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې سره د پراختیاي پروژو په پلي کولو کې مرسته کوي او وخت نا وخت به د دغه ادارې مسؤلینو سره له نږدې تعقیبوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۱۵
Background image

نشستی پیرامون رهاسازی آب بند سلما جهت آبیاری زمین‌های زراعتی برگزار گردید

این نشست تحت ریاست محترم مولوی سردار عزیزی، رئیس حوزه فرعی دریایی هریرود پائینی با حضور مسئولین تخنیکی این ریاست، نمایندگان ولسوالی‌های مسیر هریرود و مسئولین انجمن‌های استفاده کنندگان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۱۲
Background image

کار پاک‌کاری و رسیدگی به تخریبات کانال‌های که از اثر سیلاب‌های اخیر در ولایت بغلان از رسوبات پر شده جریان دارد

کار پاک‌کاری و رسیدگی به تخریبات کانال‌های که از اثر سیلاب‌های اخیر در ولایت بغلان از رسوبات پر شده، تحت نظارت ریاست حوزه فرعی دریایی بغلان جریان دارد.

گفتنی‌ست که کار پاک‌کاری و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۶
Background image

سطح آب‌های سطحی و زیرزمینی در ولایت خوست افزایش یافته است

مسئولین ریاست حوزه فرعی دریایی شمل – خرم ارقام 38 حلقه چاه نظارتی را جمع‌آوری نمودند و همچنان ضمن حفظ و مراقبت استیشن‌ها، از 2 پایه استاف گیچ نمونه رسوبات و از 7 پایه استیشن‌ دیتای خام. . .

BACK TO NEWS

User account menu