په بلخ ولایت کې د امبرکول کانال پروژه ګټې اخستنې ته وسپال شوه.

MEW-Media
11111

په بلخ ولایت کې د امبرکول کانال پروژه ګټې اخستنې ته وسپال شوه.

دا پروژه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا د ځمکې سر اوبو مدیریت او د کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو برابرولو په موخه د WFP مؤسیسې په مالي مرسته د بلخ ولایت په شورتپه ولسوالۍ کې تطبیق شوه.

د دې پروژې به تطبیق سره د امبرکول کانال د ۱.۵ کیلومتره په اندازه کیندل شوې چې ۲۵۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه او ۳۵۰ کورنۍ به له هغې ګټه پورته کړي.

همدا شان د دې پروژې په تطبیق سره د اصلي کانال سره موازي یو بل کانال د ۲۰۰ مترو اوږدوالي په اندازه د سولر پمپ په سیستم سمبال ویستل شوی چې د آمو سیند اوبو د کښته تللو پر وخت کولی شو د سولر پمپ په واسطه د یاد شوي کانال اوبه پوره کړو. او د هغې سیمې خلکو د کرنې د وچیدو مخه ونیسو.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

User account menu