دکاپيسا ولایت د لومړۍ حصې کوهستان ولسوالي د ګلغنډۍ کبانو د روزنې له فارم څخه لیدنه ترسره شوه

د کاپيسا ولایت د سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي انجنیر کاوه خروش، د یاد ریاست تخنیکي ټیم او ورسره مل د کاپیسا ولایت د والي مرستیال ښاغلي شیخ اسدالله سنان او د یاد ولایت یو شمېر نورو اړونده مسؤلینو د لومړۍ حصې کوهستان ولسوالي د ګلغنډۍ کبانو د روزنې له فارم څخه لیدنه وکړه.
د یادې لیدنې موخه د کبانو روزنې د فارم د اوبو سرچینو ستونزو هوارول و، چې په یاد فارم کې ۳۰۰۰ کبان د روزنې او ساتنې لپاره د کابل ولایت د قرغې بند څخه را انتقال شوي دي.
د یادولو وړ ده، چې د یاد فارم په فعالېدو سره به په دغه ولایت کې د کبانو د تولید او تکثیر په برخه کې شته ستونزې تر ډېره حده راکمې شي.