د لاندني دشت قلعې پنج په سیندیزه حوزه کې "د چاپیریال له بحران څخه د وتلو لار" تر سرلیک لاندې د نیالګیو کښینولو کمپاین پيل شو
![1](/sites/default/files/2023-03/whatsapp_image_2023-03-09_at_10.12.08_am.jpeg)
یاد کمپاین د لاندني دشت قلعې پنج سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي انجنیر عبدالواحد رجب په شتون کې د یادې حوزې په انګړ، د سټیشنونو په څنګ او د آی خانم په بندر کې د سلګونو مثمرو او غیر مثمرو نیالګیو په کښینولو سره پيل شو.
په دې کمپاین کې د نیالگیو د کښینولو د کلتور په دودولو او د کښینول شویو نیالګیو پر ساتنې باندې ټینګار وشو.