په افغانستان کې د چین سفیر ښاغلي یاوجینگ د اوبو او انرژۍ وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي انجنیر محمد ګل خّلمي سره په کاري دفتر کې ولیدل

دا لیدنه د افغانستان د اوبو او انرژۍ په سکټور کې د زیربنایي پروژو پلي کولو کې د چین د همکارۍ په موخه وو.
د چین سفیر ښاغلي یاوجینگ په خپلو خبرو کې د اوبو او انرژۍ وزرات د فعالیتونو او فعال حضور او د انرژۍ وزیرانو کنفرانس کې، د یوې لارې او یو کمربند ستاینه وکړه او ویې ویل، چین هېواد چمتو دی ترڅو د نوي کیدو وړ انرژی سکټور کې د افغان حکومت سره ملګرتیا وکړي او په ځانګړې توګه د بادي او لمریزو سرچینو څخه انرژی تولید کړي.
وروسته د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ښاغلی انجنیر محمد ګل خًلمي خبرې وکړې ،نوموړي د افغان حکومت سره په ځانګړې ډول د انرژۍ او اوبو وزارت سره د چین د دوامداره همکاریو ستاینه وکړه.
ښاغلي خَلمي د خپلو خبرو په دوام سره وویل، د انرژۍ اتصال د افغان حکومت او د اوبو او انرژۍ وزارت له لومړیتوبونو څخه دي چې د هیواد زیربنا په جوړولو کې مهم رول لوبوي.
په پاې کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په افغانستان کې د زیربنایي پروژو په پلي کولو کې د چین هېواد د دوامداره همکاریو غوښتنه وکړه.