د اسلام د سپیڅلي دین له نظره د جایزې راکړې ورکړې په هکله د دعوت او ارشاد روزنیز او اصلاحي سمینار ترسره شو

mew-admin
Wed, Aug 30 2023 2:05 PM
1

دغه سمینار د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئيس محترم مولوي ګل رحمن عارف او د دغه وزارت د ګڼ شمېر کارمندانو په ګډون ترسره شو.

ښاغلي مولوي عارف په دغه سمینار کې د اسلام د سپیڅلي دین په چوکاټ کې د جایزې راکړې ورکړې په هکله خبرې وکړې او د بیعې د ډولونو، د پېر او پلور د شرایطو او دې موضوع پورې ټولو اړوندو مطالبو په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل.

د دعوت او ارشاد رئيس، ټول کارمندان د اسلام سپیڅلي دین د احکامو رعایتولو ته وهڅول او له هغوی څخه یې وغوښتل چې په ټولو معاملاتو کې اسلامي احکام مراعات کړي.

User account menu