د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د کنړ ولایت لهٔ سپین ږیرو سره لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملاعبداللطیف “منصور” د خپل کار پهٔ دفتر کې د کنړ ولایت لهٔ سپینږیرو او قومي مشرانو سره ولیدل، او پهٔ یاده لیدنه کې يې د کنړ پهٔ ولایت کې د اوبو او انرژي د پروژو پهٔ هکله خبرې وکړې، پهٔ دغه لیدنه کې چې د کنړ د سیندیزې فرعي حوزې رئيس ملا دوست محمد “حنفي” هم شتون درلود، د کنړ ولایت مشرانو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د اوبو او انرژي لهٔ سرپرست وزیر سره شریک کړل، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر دوی ته ډاډ ورکړ، چې د شته امکاناتو پهٔ پام کې نیولو سره به د اوبو او انرژي پهٔ برخه کې د دوی ستونزو ته رسیدګي وشي.