د یوه آسټرالیایي شرکت مسؤلینو له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو لېږد په پروژه کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه
د اوبو او انرژي وزارت د پانګونې د جذب رئيس محترم انجنیر دادمحمد زرمتي د خپل کار په دفتر کې د سادات ډلې شرکت له مسؤلینو سره وکتل.
په دغه لېدنه کې، د نوموړي شرکت مسؤلینو له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو لېږد په پروژه کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده او یادونه یې وکړه، چې دغه شرکت به ډېر ژر په دې برخه کې خپل اقدامات پيل کړي.