د کاپیسا ولایت په بېلابېلو سیمو کې د 19.4 کیلو متره په اوږدوالي سره د څلوروکانالونو، دووکاریزونو او دوو ویالو پاکاري ترسره شوه

د لاندني پنجشیر(محمود راقي) سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د اوبو د ګټې اخیستونکې ټولنې او میر آب باشانو په همغږي سره د عمومي ولسي حشر په ترڅ کې د خواجه کانال، نو آباد څانګې کانال، خرم کانال د کرتاز څانګه او د احمد بیک تپې کانال او د نو آباد او باجوړیو کاریزونو او د قزاق او آسیاب ویالې د 19.4 کیلومتره په اوږدوالي پاکاري ترسره کړه.