د باغدرې پر بند باندې د دوو پایو مخابراتي آنتنونو د نصبولو په هکله خبرې وشوې

mew-admin
Sun, May 26 2024 6:04 PM
1

د کاپيسا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم انجنیر کاوه خروش د روشن مخابراتي شرکت له استازو سره د باغدرې پر بند باندې د نوموړي شرکت د دوو پایو مخابراتي آنتنونو د نصبولو په هکله خبرې وکړې.

ټاکل شوې ده، چې د نوموړي شرکت له لوري د تخنیکي څېړنو د ترسره کولو وروسته، د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې سره په همغږۍ دوه پایې مخابراتي آنتنونه د باغدرې بند په پورتنۍ او کښتنۍ برخه کې نصب شي.

همدارنګه، د نوموړې سیندیزې فرعي حوزې رئيس د کاپيسا ولایت د مخابراتو له رئيس محترم مولوي دلاور سره د باغدرې بند په سیمه کې د روشن مخابراتي شرکت له لوري د دوو پایو آنتنونو پروسې د نصبولو په هکله بحث او اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، ښاغلي دلاور د دغې پروسې د پلي کولو په موخه د همکاري لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.

User account menu