⚠🚿📢💭🚦 د پوهاوي پيغام

mew-admin
1

د ۱۴۰۳ لمریز کال د غبرګولي میاشتې له پيل څخه د زمري میاشتې تر پيل پورې د هېواد په ځینو سیمو کې د واورې د ویلې کېدو او په سیندونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي له امله د تودخې درجې دلوړېدو او د سیلابونو د راوتلو د ډیروالي اټکل!

📡🌐 د اقلیم د بدلون او د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او معتبرو نړیوالو ارګانونو له لوري د ترسره شوو څېړنو او تحلیلونو په پام کې نیولو سره د هوا  د تودوخې درجه د تودېدو(ګرمېدو) په حال کې لېدل کېږي، چې پدې وروستیو کې د هوا تودېدل په چټکي سره مخ پر لوړېدو ده، او احتمالا د ګرمي په لوړېدو سره، د واورې ویلي کېدل د غبرګولي او چنګاښ په میاشتو کې چټکه شي او د اوبو کچه د سیندیزو حوزو( کابل او پنج آمو) په سیندونو کې لوړه شي، په پایله کې په ځینو سیمو کې( کلیو، کانالونو، کرنیزو ځمکو او نورو ټولګټو سیمو کې) چې په مسیر کې یې موقعیت لري تر جدي ګواښ لاندې راولي.

🎡 او احتمالا د سیندونو د اوبو کچه په ( بدخشان، تخار، بغلان، بامیان، پنجشیر، پروان، کاپیسا، لغمان، کنړ، نورستان او پکتیا) ولایتونو کې او په کابل او پنج آمو سیندیزو حوزو کې لوړه شي چې پایله کې به یې سیندیز سیلابونه وي.

👮👥 له همدې کبله د نوموړو ولایتونو له ټولو پورتنیو اوسیدونکو څخه هیله کېږی، چې له موضوع څخه ځانونه خبر کړي، د اوبو د لوړېدو او سیلاب پر وخت کښتني  اوسیدونکو ته خبر ورکړي، تر څو د زیانمنیدو او د مالي او ځاني تلفاتو څخه مخنیوی او کموالی راشي.

نوټ: تر خطر لاندې سیندونه په نقښه کې په نښه شوې دي.

Latest announcements

Thu, Sep 04 2025 12:21 PM
Background image

Clarification about Electrification of Qush Tepa and Darzaab Districts of Jawzjan Province Project (Design Build).

Project Name: Electrification of Qush Tepa and Darzaab Districts of Jawzjan Province Project (Design Build)

Invitation No: NPD/MoWE/1404/ICB/W-2042                                      . . .

Wed, Aug 23 2023 12:47 PM
Background image

IMPORTANT NOTICE 

To all audiences and mass media!...

Wed, Dec 28 2022 3:22 PM
Background image

Awareness message ⚠🚿💭

Estimates of water level rise...

Back to announcements

User account menu