د غور ولایت د اوبیزو سرچنیو د پروژو د پلي کولو په برخه کې د ګډو همغږیو او همکاریو د ترسره کولو په هکله خبرې وشوې

mew-admin
Wed, Jul 10 2024 2:48 PM
1

د غور سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا رحمت الله اماني د اې، سې، ایف موسسې د نوي ولایتي مسؤل ښاغلي باباګوني(شیتیما) سره وکتل او د غور ولایت د اوبیزو سرچنیو د پروژو د پلي کولو برخه کې د ګډو همغږیو او همکاریو د ترسره کولو په هکله بحث او  د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د نوموړې حوزې رئيس له نوموړي موسسې څخه په غور ولایت کې د اوبو پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.

په ورته مهال، د نوموړې موسسې نوي مسؤل په دغه لیدنه کې په غور ولایت کې د اوبو پروژو د پلي کولو په برخه کې د همکاري ډاډ ورکړ.

User account menu