کابل ولایت کې د چکډمونو پنځه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل ولایت کې د چکډمونو پنځه پروژې د یوولس میلیونه افغانیو په ټولیز ارزښت د یوې غونډې په ترڅ کې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د کابل والي محترم الحاج ملا امین الله عبید، د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم انجنیر عارف مومند، د منځني کابل سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي نورالله حکمت، تخنیکي مسؤلینو او د سیمې د ګڼ شمېر اوسیدونکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغو پروژو په پرانیست غونډه کې چې د کابل ولایت په چهار آسیاب ولسوالي کې دائیره شوې وه د هغوی د پلي کولو موخه د اوبو سرچینو پياوړتیا، د باران اوبو د را ټولولو، د سیلابونو د ویجاړیو مخنیوی، د چاپېریال ساتنه او د خلکو لپاره د کار موندنې زمینه وبلله او ويې ویل، چې له نېکه مرغه د اوبو او انرژي وزارت فعالیتونه د انرژي د پراختیا او د اوبو د مدیریت په برخه کې په ښه توګه روانې دي.
په ورته مهال، د کابل والي هم د دغو پروژو ارزښت ته په اشارې سره د هغوی بشپړېدل د اوبو سرچینو د پياوړتیا په برخه کې یو مثبت ګام وباله.
همدغه راز، د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم انجنیر عارف مومند د پروژو په هکله معلومات وړاندې کړل او څرګنده یې کړه، چې دغه پنځه پروژې په چهار آسیاب، بګرامي، خاک جبار، سروبي او موسهي ولسوالیو کې پلي شوې او په ټوله کې د ۸۲۰۰ متره مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري چې څه باندې اووه زره کورنۍ ورڅخه برخمنې کېږي.