ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې انجنیرانو د جلال آباد ښار اړوند اتفاق مینې د بولډروال ودانیزو چارو څخه څارنه وکړه

د ننګرهار سندیزې فرعي حوزې د انجنیري خدمتونو آمر، انجنیر عصمت الله وزیري او د څارنې او کنټرول کیفیت مسئول، انجنیر جهانزیب غني د جلال آباد ښار اړوند اتفاق مینې د جوړېدونکي بولډروال له ودانیزو چارو څخه لیدنه وکړه.
یاد بولډروال د یو اېن هابیتات مؤسسې په مالي لګښت جوړېږي، چې په جوړېدو سره به یې زرګونه کورونه د سېلاب له خطرونو څخه خوندي پاته شي.