د اوبو او انرژي وزارت له لوري د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت کې  د انرژي د سپما په هکله د عامه پوهاوي برنامه ترسره شوه

mew-admin
Wed, Sep 11 2024 9:50 AM
1

په دغه برنامه کې د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت له کارمندانو سره د انرژي د اغېزمنتیا او ساتنې( د انرژي سپما) د مناسبو ‌لارو، چارو په هکله اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه د دغې برنامې په بهیر کې، د پایدارې انرژي د عمومي ریاست تر چتر لاندې د انرژي د اغېزمنتیا او ساتنې ریاست کارمندانو هر یو انجنیر فضل الرحیم سلطاني د انرژي د اغېرمنتیا آمر او انجنیر محمد فردین هاشمي د انرژي د اغېزمنتیا متخصص د یوه پرزنټیشن په ترڅ کې په مفصله توګه د انرژي د مدیریت، د انرژي سرچینو  د ساتنې، چاپیریال ساتنې او د انرژي د سپما د ارزښت په هکله ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او د یادې برنامې د وړاندې کولو موخه یې له انرژي څخه په سمه توګه ګټه اخیستنه او عامه پوهاوی وباله.

د یادونې وړ ده، چې د انرژي سپما د عامه پوهاوي برنامې د اقتصادي کمیسیون د 20/9/1445 نېټې د 13 ګڼې مصوبې د دویم بند د تحقق په موخه له  پلان سره سم د اوبو او انرژي وزارت لخوا مخکې له دې په څو وزارتونو کې ترسره شوې او په راتلونکي کې به هم دوام مومي.

User account menu