بدخشان ولایت کې د تحکیماتي پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه
د آمو سیند د څنډو د تحکیماتو رئيس محترم مولوي سید غلام مشواڼي او ورسره مل انجنیر د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالي د شدوج کلي د تحکیماتو د پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو او چټکتیا په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
همدارنګه ښاغلي مشواڼي د شغنان له مرستیال ولسوال سره د نوموړې پروژې د اغېزمنتیا او د لا ډېرو تحکیماتي پروژو د پلي کولو په هکله هم خبرې، اترې وکړې.