د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د تالقان له سیندیزې فرعي حوزې څخه لېدنه وکړه

mew-admin
Thu, Sep 12 2024 8:47 AM
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او ورسره مل د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د تالقان له سیندیزې فرعي حوزې څخه لیدنه وکړه او د نوموړې حوزې له رئيس محترم سراج الدین وهاج او د دغې حوزې له کارمندانو سره تر لېدنې وروسته د اوبو چارو د تنظیم او د ځمکې لاندې او سطحي اوبو د سرچینو په هکله یې خبرې وکړې.

همدارنګه، د دغه وزارت د اوبو محترم معین د نوموړې حوزې د کارمندانو وړاندیزونه او اندونه هم واورېدل.

User account menu