د بغلان ولایت د دوشي ولسوالي د لختوغي کلي د سربند او کانال د بیارغونې چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وشوې

mew-admin
Thu, Sep 19 2024 1:59 PM
1

د بغلان د سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د بغلان ولایت د دوشي ولسوالي د دوشي کلي د سربند او کانال د بیارغونې چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د نوموړې پروژې چارې د ایف، اې، او موسسې په مالي ملاتړ د ۷۰ زره ډالرو په ارزښت د بغلان د سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، چې پکې څه باندې ۳۴۰ کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې او د چارو په بشپړېدو سره به یې کابو ۴۵۰ هکتاره ځمکه خړوبه شي.

User account menu