د اوبو او انرژي وزارت سرپرست د طویار(TOYAR)  چینایي شرکت له مسؤولینو سره د ۲ مس عینک پروژې د اوبو برابرولو د موضوع په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه

mew-admin
Tue, Sep 24 2024 3:28 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د طویار(TOYAR)  چینایي شرکت له مسؤولینو سره لیدنه وکړه د ۲ مس عینک کان استخراج پروژې د اوبو د برابرولو په هکله یې خبرې وکړې.

په دغه لیدنه کې د اوبو او انرژي وزارت سرپرست د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو ورځ تر بلې کموالي وضعیت ته اشاره وکړه له نوموړي شرکت څخه یې وغوښتل چې د نوموړې پروژې د اوبو برابرولو لپاره د سطحي اوبو له سرچینو څخه کار واخلي.

ښاغلي منصور نوموړي شرکت ته وړاندیز وکړ چې له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو د لېږد په پروژه کې پانګونه وکړي تر څو هم د نوموړي کان د استخراج پروژې د اړتیا وړ اوبه برابرې شي او هم د کابل ښاریانو لپاره د څښلو اوبو د برابرولو په برخه کې یو عملي ګام واخیستل شي.

User account menu