د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالي ننګل کلي کې د سولر پمپ ابتدایي سروې ترسره شوه

mew-admin
Wed, Sep 25 2024 2:38 PM
1

د نورستان سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي محمد علي فاروقي په مشري او ورسره مل تخنیکي ټیم د نورستان ولایت کامدېش ولسوالي په ننګل کلي کې د سولر پمپ پروژې ابتدایي سروې ترسره کړه.

ښاغلي فاروقي ځايي اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې د نوموړې پروژې په جوړېدلو سره به د اوبو نشتوالي ستونزه هواره شي او زیاته یې کړه چې دې ته ورته نورې رغنیزې پروژې هم په پلان کې نیول شوي او چارې به یې په نږدې وخت کې پلي شي.

د یادولو وړ ده چې نوموړې پروژه د ۱۵۰۰ مترو اوږدوالي او د اوبو دوو ذخیرو په درلودلو سره ۱۰۰۰۰ زره جریبه ځمکه خړوبوي.

User account menu