پکتیکا ولایت کې د څه د پاسه پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د دریو چکډمونو چارې پیل شوې

mew-admin
Thu, Sep 26 2024 10:21 AM
1

د اوبو او انرژي وزارت د ګومل سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې د پکتیکا ولایت د جاني خېل ولسوالي د خنجکو چکډم، د بکخېل ولسوالي د ترکۍ شونګ چکډم، او د ګیان ولسوالي د شنه چینه چکډم چارې د ۵ میلیونه ۶۵۷ زره ۷۶۵ عشاریه ۹۹ افغانیو په لګښت پیل شوې.

نوموړي چکډمونه د اوبو د ذخیره کولو او د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې په موخه جوړېږي، چې ۹۱۰۸.۷۸ متر مکعبه اوبو د ذخیره کولو ظرفیت په لرلو سره به لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

User account menu