د لوګر مرستیال والي د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست څخه لیدنه وکړه

د لوګر مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور دینپرور د لوګر سیندیزې فرعي حوزې له رئیس، مولوي محمد اسماعیل آخندزاده او د نوموړي ریاست له کارمندانو سره ولیدل او د دغه ریاست د روانو پروژو په هکله یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.
همدارنګه ښاغلي دین پرور د یادې سیندیزې حوزې د کارمندانو غوښتنې او وړاندیزونه واوریدل او هغوئ ته یې د چارو په سمه توګه د ترسره کولو په هکله اړینې لارښوونې وکړې.