د شیرین تګاب میمنې فرعي سیندیزې حوزې رئیس په فاریاب کې د یوناما مؤسسې له مسؤولینو سره لیدنه وکړه

الحاج مولوي محي الدین "مبارز" د شیرین تګاب میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئیس په فاریاب کې د یوناما مؤسسې له مسؤولینو سره د خپل کار په دفتر کې ولیدل.
د نوموړې سیندیزې حوزې رئیس د یادې مؤسسې له مسؤولینو سره د اقلیمي بدلونونو، د ځمکې لاندې اوبو او د ټولنې د کلي ستونزو د معلوماتو راټولولو، په ځانګړې توګه د اوبو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
ښاغلي مبارز د ځمکې لاندې اوبو مدیریت، د بندونو د اوسني وضعیت د څرنګوالي او د هغو بشپړ معلومات، په اوبو کې د منازعاتو د حل څرنګوالي او د خپل سرو ژورو څاګانو د کېندلو په هکله معلومات وړاندې کړل او د یادې مؤسسې لخوا یې په ځانګړې توګه د اوبو په سکتور کې د بنسټیزو کارونو غوښتنه وکړه.