لوګر ولایت کې د مغل خېلو کانال د بیارغونې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

mew-admin
Sun, Nov 03 2024 10:37 AM
1

د لوګر مرستیال والي محترم مولوي محمد انور دین پرور، د لوګر امنیه قوماندان محترم مولوي محمد دین شاه محبت، د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالي اړوند د مغل خېلو کانال د بیارغونې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د نوموړې پروژې د بیارغونې چارې د ایف، ای، او موسسې په مالي لګښت د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

User account menu