د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د کندز ولایت د آقتاش ولسوالي له یو شمېر مشرانو سره په هغې ولسوالي کې د اوبو او برېښنا د پروژو په هکله خبرې وکړې

mew-admin
Mon, Nov 04 2024 4:06 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د کورنیو چارو وزارت د پېژند له عمومي رئيس محترم مولوي نجیب الله حکمت  او د کندز ولایت د آقتاش ولسوالي له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د نوموړې ولسوالي مشرانو په هغې ولسوالي کې د اوبو او برېښنا پروژو د پلي کولو په برخه کې خپل وړاندیزونه او غوښتنې د اوبو له معین سره شریکې کړې.

د اوبو محترم معین هغوی ته ډاډ ورکړ، چې په راتلونکي کې به د دغه وزارت له لوري شته امکاناتو ته په کتو سره د هغوی وړاندیزونو ته رسیدګې وشي.

User account menu