په هرات ولایت کې د ۳۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا د تولید او د دریو کړیو جذبي څاګانو له پروژې څخه لیدنه ترسره شوه
د هریرود- مرغاب سیندیزې عمومي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا او د لویدیځ زون د انرژي چارو د تنظیم آمر محترم ملا محمد اسماعیل محسن آغا د هرات ولایت په انجیل ښاروالي کې د ۳۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا د تولید او د دریو کړیو جذبي څاګانو له پروژې څخه لیدنه وکړه.
همدارنګه، نوموړو مسؤلینو د انجیل له ښاروال محترم ملا نعمت الله حاجي لالا سره هم وکتل او ستاینلیک په ورکولو سره یې د هغه دغه کار وستایل.