د پایدارې انرژي عمومي ریاست نوی رئيس همکارانو ته ور وپېژندل شو

محترم مولوي عبدالرحمن رحماني چې تر دې مخکې یې د افغانستان برېښنا شرکت د سوداګریز رئيس په توګه دنده ترسره کوله، اوس د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقام د لزوم دید او د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزرا د لوړ مقام د حکم پر بنسټ د اوبو او انرژي وزارت د پایدارې انرژي د عمومي رئيس په توګه وټاکل شو او په یوې ناستې کې د دغه وزارت د دفتر د عمومي رئيس محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز له لوري همکارانو ته ور وپېژندل شو.
د اوبو او انرژي وزارت دفتر عمومي رئيس د ورپېژندلو په دغه غونډه کې په ادارو کې ادلون، بدلون یو اصل و باله او د ښاغلي رحماني علمیت، تجربې او کړنې یې وستایلې.
په ورته مهال، د پایدارې انرژي عمومي ریاست رئيس محترم مولوي عبدالرحمن رحماني برېښنا انرژي یې د ننۍ ټولنې له بنسټیزو اړتیا څخه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې زمونږ تر ټولو مهم مسؤلیت او مکلفیت په نني شرایطو کې دغه دی، چې برېښنا انرژي ته د افغانستان د خلکو لاسرسی چمتو کړو او په دې برخه کې په رښتینولي او ژمنتیا سره ګام واخلو.
همدغه راز، د پایدارې انرژي عمومي ریاست مخکیني او د تدارکاتو اوسني رئيس محترم مولوي عزیزالله افضلي د نوموړي ریاست کړنو ته په لنډه توګه اشاره وکړه او یادونه یې وکړه، چې د هغوی د ریاست پر وخت په هېواد کې د پایدارې انرژي د پراختیا او د انرژي د سپما د ترویج په برخه کې ښې لاسته راوړنې درلودلې دي.
همدارنګه، هغه د دغه ریاست نوي رئيس ته د مسؤلیتونو او دندو په ترسره کولو کې د لا زیاتو توفیقاتو غوښتنه وکړه.