د شمال له عمومي حوزوي رئيس سره د سمنګان ولایت د اوبو د کموالي ستونزه شریکه شوه

mew-admin
Mon, Dec 02 2024 3:41 PM
1

د شمال عمومي حوزوي رئيس محترم انجنیر رفیع الله مجتبی د سمنګان ولایت د اوبو او انرژي ریاست له رئيس محترم قاري محب الله عادل سره وکتل او په هغه ولایت کې د اوبو د کموالي د ستونزې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د سمنګان ولایت د اوبو او انرژي رئيس په هغه ولایت کې په ځانګړې توګه په فیروز نخجیر ولسوالي کې د اوبو د کموالي ستونزه او د دهن درې بند د جوړولو وړاندیز د شمال له عمومي حوزوي رئيس سره شریک کړ.

په ورته مهال، د شمال عمومي حوزوي رئيس د سمنګان ولایت د اوبو او انرژي ریاست رئيس ته د ستونزو د هوارولو په هکله اړینې لارښوونې وکړې او د هر راز همکاري ژمنه وکړه.

User account menu