د انرژي معینیت اونیزه اداري او تخنیکي ناسته ترسره شوه
دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب تر رهبري لاندې د دغه معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.
د ناستې په بهیر کې د انرژي سکتور اړوند بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه د انرژي سپما په موخه د عامه پوهاوي برنامو د پلي کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.
د انرژي محترم معین د موضوعاتو تر ارزولو وروسته، اړوندو مسؤلینو ته د چارو د لا غوره ترسره کولو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.